ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پی یوه هغه وسلواله ممنوعه ډله ده چې د اسلام اباد حکومت او پوځ په ضد مبارزه کوي. د پاکستان حکومت ددغې ډلې وګړي ددغه هیواد پهش مال او شمال لویدیځي برخو کې د حکومتي امنیتی ځواکونو په ضد د ترهه ګرو اقداماتو اصلي عوامل ګڼي.
ایکسپریس ټریبیون خبری سایټ په یوه راپور کې لیکلي دي ،په تیرې یوې میاشتې کې د ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې مسئولانو د مختلفو سرچینو او شخصي تماسونو له لارې د اسلام اباد له حکومت سره د سولې په خبرواترو کې دبیا ګډون لپاره خپله ګروهنه اعلان کړې ده چې دغه غوښتنه د پاکستان د حکومت له خوا په زغرده رد شوې ده.
دخبرو سرچینو له قوله په دغه راپور مې ادع شوې ده چې د پاکستان حکومت او امنیتی اورګانونه له ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې یثره د مخکینیو ناکامو خبرواترو تجروبې ته په پام سره ، ددغې ډلې بیا غوښته رد کړې ده او له بلاغواړو ئې غوښتي دي له کوم قید او شرط پرته دې وسله پر مځکه کیږدي او تسلیم دې شي.
د پاکستان یوه لوړپوړی چارواکي چې غوښتل نامه ئې ونه ښودل شي، ایکسپریس ټریبیون ته وئیلي دي، د پاکستان حکومت پیاوړو ضمانتونو ته اړتیا لري،ځکه چې له مضبوط ضمانت پرته به خبرې اترې هیڅ معنا ونه لري.
له دې مخکې هم د پاکستان د ملی امنیت کمیشن په دغه هیواد کې د ترهه ګرو حملو د زیاتیدا په غبرګون کې په یوې ناستې کې په د رست هیواد کې د ترهه ګرۍ په ضد دعملیاتو د دوام لپاره خپل جوت دریځ اعلان کړی او وئيلي ئې دي ، له هیڅ یوې ترهه ګرې ډلې سره به خبرې اترې ونه کړي.